Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

کښې يـې وور ولګيدو خو هغوئي ته احساس هم اونشو تر دې چې خلقو وور مړ کړو.

 (اللہ والوں کی باتیں ج ۲ ص ۴۴۷)

4 مختصر حکایات

(1): اُمُّ الْمُؤمِنِين حضرت بي بي عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: سرکارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به زمونږ سره او مونږ به د هغوئي سره خبرې کولې خو چې کله به د نـمونځ وخت شو نو (زمونږ حالت به داسې شو) لکه چې هغوئي مونږ نه پيژني او مونږه هغوئي نه پيژنو (احیاء العلوم ج ۱ ص ۲۰۵ ) (2): اميرُ الْمُؤمِنِين حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به پۀ نـمونځ کښې داسې وو لکه (ټک وهلے شوے) ميخ. (3): بعضې صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان به پۀ رُکوع کښې داسې پۀ سکون سره [يعنې بے حرکته] وو چې پۀ هغوئي باندې به مرغۍ کښيناستې لکه چې هغوئي جمادات (يعنې بے ساه څيزونه) دي. (احیاء العلوم ج ۱ ص ۲۲۸، ۲۲۹) (4):بعضې صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان فرمائي: د قيامت پۀ ورځ به خلق د نـمونځ پۀ کيفيت باندې راپاڅولے کيږي يعنې پۀ نـمونځ کښې چې چا ته څومره اطمينان او سکون حاصل وي د هغې مطابق به د هغوئي حشر (يعنې راپاڅيدل) کيږي. (ایضاً ج ۱ ص ۲۲۲)

 الله پاک دې مونږ ته پۀ خشوع و خضوع سره د نـمونځ ادا کولو توفيق راعطا کړي. مونږ پۀ خشوع و خضوع سره نـمونځ څنګه کولے شو...؟ د دې د پاره به مونږ ته څۀ کول وي؟ شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ خپل کتاب فيضانِ نماز کښې د دې طريقې هم ليکلې دي، راځئ چې واورو:

د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څلور دعاګانې

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خُشُوع ځائے زړه دے او د دې د ظاهريدلو مقام اندامونه دي. د خُشُوع حاصليدل د اللهُ رَبُّ الْعِزَّت نهايت عظيم نعمت دے، اول خو