Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

کيږي؟ زمونږ پۀ رزق کښې به برکت د کوم ځائے نه راشي؟ د بيمارو نه به زمونږ حفاظت څنګه کيږي...؟ دا خو د دُنيا خبره ده، پۀ ورځ د قيامت به د داسې نـمونځونو سره مونږ د الله پاک پۀ حُضُور کښې څنګه حاضريږو...؟

ځکه زما خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نـمونځ اهم ترين عبادت دے، د دې د پاره باقاعده وخت اوباسئ! نـمونځ پۀ پوره اهتمام سره ادا کوئ! پۀ پوره اطمينان سره، د سنتو او د مستحباتو خيال ساتلو سره اودس کوئ! بيا ډير پۀ ادب سره، پۀ عزت سره، پۀ زړۀ کښې د عاجزئ سره، څومره به ښۀ وي چې د الله پاک د ويرې نه پۀ رپيدو رپيدو سره جومات ته راشئ او پۀ صف کښې ودريږئ! بيا د پوره توجُّه او مکمل اطمينان سره نـمونځ وکړئ! تاسو به وګورئ چې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ يو څو ورځو کښې به مو د زړۀ خيرے صفا کيدل شروع شي، زړۀ به د نُور نه ډکيدل شروع شي بيا به مو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هٰغه برکتونه نصيب شي چې دُنيا او آخرت به مو ښائسته شي.

پۀ اِطمينان سره د نـمونځ ادا کولو فضيلت

حديثِ پاک واورئ! د حضرت عُباده بن صَامِت رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د نبي رحمت، شفيع اُمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ عالي شان دے: څوک چې پۀ ښۀ طريقه اودس وکړي، بيا د نـمونځ د پاره ودريږي، د دې رکوع، سجدې او قرآءَت مکمل کړي نو نـمونځ وائي: الله پاک دې ستا حفاظت وکړي څنګه چې تا زما حفاظت وکړو. بيا هٰغه نـمونځ د اسمان پۀ لور يوړے شي او د هغه د پاره ځليدل او نُور وي، پس د هغه [نمونځ] د پاره د اسمان دروازې برسيره کړے شي تر دې چې هغه د الله پاک په بارګاه کښې پيش کړے شي او هٰغه نـمونځ د نـمونځ کوونکي شفاعت کوي.

(شعب الایمان ج ۳ ص۱۴۳ حدیث ۳۱۴۰)

ہوں میری ٹوٹی پھوٹی نمازیں خدا قبول