Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

خوري، *بے لِباسه ته جامې ور واغوندي، *پۀ مُصيبت کښې ګير کس باندې رَحم اوکړي، *مُسافِر له ځائے ورکړي او *دا هر څه زما د پاره اوکړي. زما دې په خپل عِزَّت و جَلال قَسَم وی! *د هغه د مخ نُور به زما په نزد د نمر د نُور (يعني رڼا) نه زيات روښانه وي، *د دې نه علاوه به زه د هغه جَهالَت حِلم (يعني برداشت، نرمي [جوړ کړم]) او *تِيارې بۀ يـې رڼا جوړې کړم، *هغه به ما يادوي زه به هغه ته لَبَّيْک وايم، *ما نه به غواړي زه به ئې ورته عطا کووم، *زما قَسَم به کوي زه به د هغه قَسَم پوره کووم او *هغه ته به خپل قُرب [يعني نزديکت] عطا کړم او *هغه ته پناه ورکووم او *د خپلو فرښتو په ذريعه به د هغه حفاظت کووم. ([1]) 

مولا سے اپنے ملتا ہے بندہ نماز میں                                                             اٹھ جاتا ہے جدائ کا پردہ نماز میں

آپہنچا خاص اپنے شہنشاہ کے حضور                                                           جب بندہ ہاتھ باندھ کے آیا نماز میں

گر قبر کے اندھیرے سے ڈر ہے تو پڑھ نماز                        ہے ظلمتِ لحد کا اُجالا نماز میں

د توجُّه بدلوونکو معاملو نه مخکښې ځان فارغ کړئ

د نمانځه شروع کولو نه مخکښې د هغه ټولو څيزونو نه ځان فارِغه کړئ کوم چې د نمانځه نه د تَوجُّه لرې کولو او د يادِ اِلٰهى نه د غافِله کيدلو سبب جوړيدے شي، چې ځائے د سکون وي او د شور شغرب نه پاک وي، په مخامخ پرده يا جائے نماز باندې داسې ګل کاري او ګونجې وغيره نه وي [يعني جائے نماز سَم خور وي]  ځکه چې د هغې په وجه تَوجُّه لرې کيږي او په خُشُوع و خُضُوع کښې خلل پريوځي. د سختې يخنئ او سختې ګرمئ نه د بچ کيدلو اَسباب هُم اختيار کړئ. که د طعام خوړلو يا بَولو وغيره کولو حاجت وي نو د هغې نه فارغه شئ.


 

 



[1]... کنز العمال ، کتاب الصلاۃ، جز:7، جلد:، صفحہ:214، حدیث:20100۔