Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool
سره محبت وکړو هغه به پۀ جنّت کښې زما سره وي.([1])
ہر کام شریعت کے مطابِق میں کروں کاش! یاربّ! تو مبلغ مجھے سُنّت کا بنا دے([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د قرآنِ پاک تلاوت کول سُنَّت عمل دے
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامين مبارک: (1): زما د اُمَّت افضل عبادت د قرآن تلاوت دے.([3]) (2): څوک چې د شپې 200 آيتونه تلاوت کړي، د هغه نوم به پۀ عبادت کوونکو کښې وليکلے شي او څوک چې 400 آيتونه تلاوت کړي، د هغه د پاره به يو قِنطَار اَجر ليکلے کيږي، يو قِنطَار د 120 قيراط برابر دے او يو قيراط د اُحُد د غر همره دے. ([4])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د قرآنِ کريم تلاوت کول سُنَّت عمل دے. زمونږه خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د قرآنِ کريم ډير زيات تلاوت کولو *حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: يو څيز به هم خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تلاوت کولو نه نۀ منع کولو * رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د شپې پۀ نـمونځ کښې کله د ټول سُورۀ بقره او سُورۀ آلِ عمران تلاوت کولو * هره شپۀ به يـې د سُوْرَۀ سجدہ، سُورَۂ مُلک، سورۂ بنی اسرائیل، سورۂ زُمَر، سُوْرَۂ کافرون، سُوْرَۂ فَلق او سُوْرَۂ نَاس تلاوت کول او بيا به اوده کيدلو.
الله پاک دې مونږ ته هم د ډير ډير تلاوت کولو توفيق راعطا کړي.