Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

کښې د ساتلو سره يـې ادا کوئ، د دې تصور کولو سره يـې ادا کوئ چې الله پاک مو ويني،! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دُنيا او آخرت دواړه به مو ښائسته شي.

(2): نـمونځ پۀ پوره تَوَجُّه سره ادا کوئ!

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د نـمونځ دويم ادب دا دے چې نـمونځ پۀ پوره توجُّه سره ادا کړے شي. د مثال پۀ طور چې کله مونږ اودس کوو نو چې پۀ زړۀ کښې مو عاجزي وي، پۀ ژبه مو د اودس دعاګانې وي، بيا چې کله نـمونځ شروع کړو، اللهُ اکبر ووايو نو خيال مو د الله پاک پۀ لور وي، هم دغسې چې څۀ مونږ پۀ نـمونځ کښې وايو، مثلاً * سورۀ فاتحه * د دې نه پس چې کوم سورت لولو * بيا د رکوع تسبيحات *د سجدې تسبيحات * اَلتَّحِیَّات * درودِ پاک او * پۀ آخره کښې دُعا، ټول د ترجمې سره ياد کړئ، بيا پۀ نـمونځ کښې د دې ترجمې ته خيال کوئ او پۀ توجُّه سره نـمونځ ادا کوئ، هُم داسې چې د قيام پۀ حالت کښې مو نظر د سجدې پۀ ځائے وي، پۀ رکوع کښې مو نظر د ښپو پۀ لور وي، قومه کښې (يعنې چې کله د رکوع نه ودريږې، هٰغه وخت) مو نظر د سينې پۀ لور وي، پۀ سجده کښې د پوزې پۀ لور، پۀ اَلتَّحِیَّات کښې نظر د ځولۍ پۀ لور ساتئ، داسې پۀ پوره اطمينان او پۀ پوره توجُّه سره نـمونځ ادا کوئ. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! خوند به هم درکوي او د نـمونځ نُورانيت به مو هم نصيب کيږي.

   جنّت واجب کيږي

حضرت عُقبَه بن عامِر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيانوي چې ما د الله پاک خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وليدو چې هغوئي ودريدلو او خلقو ته يـې دا ارشاد فرمائيلو: کوم مسلمان چې پۀ ښه طريقه اودس وکړي، بيا د ظاهر او باطن په توجّه سره دوه رکعته ادا کړي نو د هغه د پاره جنّت واجب شي. (مسلم ص ۱۱۸ حدیث ۵۵۳)