Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

وي يا مخامخ شيشه وغيره وي او تَوجُّه مو خرابيږي نو ځائے بدل کړئ (١٠) که ګرمي مو په خُشُوع کښې رکاوټ جوړيږي نو د پکي يا که کيدے شي نو د A.C ترکيب اوکړئ (١١) که يخني مو کيږي نو په نمانځه کښې ګرم لِباس او هِيټر وغيره اِستعمالوئ (١٢)لِباس، عِمامه، څادر وغيره کښې مو يو څيز هُم په تَوجُّه کښې رُکاوټ جوړ نه شي، د دې خيال ساتئ، مَثَلًا چې لباس مو تنګ نه وي، د هغې [يعني لباس] چيچل چې نه درته نه محسوسيږي، وغيره (١٣) که ماشي مو ښپې چيچي نو جُرابې په ښپو کړئ (١٤)عِمامه ښويدل يا د هغې د پاسه څادر په سجده کښې ښويدل يا د دې په وجه ګرمي کيدل يا د تنګيدلو باعث کيدل وغيره په خُشُوع کښې رُکاوټونه وي (١٥) که په جيب کښې د موجودو څيزونو بوج رُکاوټ جوړيږي نو هغه اوباسئ (١٦) نقش و نِګار والا مُصلّٰى باندې نمونځ کولو نه ځان ساتئ (١٧) که مُصلّٰى يا کارپيټ وغيره مو د خُشُوع د کمئ باعث جوړيږي نو لرې ئې کړئ يا ترينه پخپله لرې شئ (١٨) که هر څيز مو په خُشُوع کښې خلل اچوي که کيدے شي نو هغه لرې کړئ (١٩) که وسوسې مو په خُشُوع کښې رُکاوټ جوړيږي نو نمونځ شروع کولو نه مخکښې په داسې طريقه چې خلق پوهه نه شي کيڼې اُوګې طرف ته درې ځله تُف تُف اوکړئ، بيا لَاحَوْلَ وَلَا قُوَّةَ اِلَّا بِاللهِ الْعَلىِّ الْعَظِيم اولولئ، په قِيام کښې د سَجدې ځائے ته، په رُکوع کښې خپلو ښپو ته، په سَجْده کښې پوزې ته او قَعده کښې خپلې غيږې ته ګورئ اِنْ شَــآءالـلّٰـه د وسوسو نه به بچ شئ (٢٠) کوم نمونځ چې ادا کوئ هغه د خپل ژوند آخري نمونځ ګڼئ (٢١) دا سوچ کوئ چې الله پاک ما وِيني (٢٢) مختلفو نمونځونو کښې د سُوْرَةُ الْفَاتِحَـه نه پس لوستونکي سورتونه بدل بدل لوَلئ (٢٣) د نمانځه په دوران کښې په تِلاوَت کښې د تَجوِيد ضروري قواعِدو باندې عمل کوئ (٢٤) د آيتونو او اَذکارو يو يو حَرف صحيح ادا کوئ او (٢٥) په نمانځه کښې چې