Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

کمزورئ دي او د هغې په وجه مونږه نيک نه شو جوړيدے. لِـهذا مونږ ته پکار دي چې مونږه د خپلو نمونځونو جائزه واخلو، د نمانځه ظاهري او باطِني آداب زده کړو او خپل اودس او غُسل وغيره هُم صحيح کړو. که صحيح معنو کښې اوداسه او طهارت کښې خُشُوع و خُضُوع سره د هغې د ټولو ظاهري او باطِني آدابو خيال ساتلو سره نمونځ کوو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ضرور به د دې بَرَکتونه ښکاره شي او په صحيح طريقه باندې ادا کړي نمانځه په بَرَکت به واقعي د ګناهونو ظاهري او باطِني ګندګئ لرې شي او مونږ به نيک صورت او نيک سِيرت مسلمانان جوړ شو او زمونږه پوره کردار به د سُنَّتو مطابق جوړ شي. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!

کیوں  نمازی جہنّم میں جائے بھلا!                                                                           اس کو دِلوائے گی باغِ جنّت نماز

جو مسلمان پانچوں نمازیں پڑھیں                                                                           لے چلے گی انہیں سُوئے جنّت نماز

ہو گی دُنیا خراب، آخرت بھی خراب                                                             بھائیو! تم کبھی چھوڑنا مت نماز

اوس به د چا پۀ ذِهن کښې سوال پيدا کيږي چې د نـمونځ ظاهري او باطني آداب څۀ څۀ دي...؟ څنګه به يـې زده کوو؟ د چرته نه به يـې زده کوو؟ د دې د پاره خو يو څو د نـمونځ آداب زۀ عرض کووم، باقي دا دي چې د نـمونځ او د دې د ظاهري او باطني آدابو زده کولو د پاره به مونږ ټولو له وخت ويستل پکار وي *اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي پۀ دِيني ماحول کښې باقاعده فيضانِ نماز کورس کولے شي، د 7 ورځو کورس دے، رهائشي هم کولے شي او جُز وقتي هم کيږي، پۀ دې کورس کښې د نـمونځ احکام او مسائل ښودلے شي، دا کورس وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د نـمونځ پۀ باره کښې به ډير عِلم زده کړئ *د شيخِ طريقت، امير اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ډير ښکلے کتاب دے: فيضانِ نماز. د 600 نه د څۀ کمو صفحو کتاب دے، دا ولولئ! د نـمونځ پۀ باره کښې داسې داسې معلومات پۀ دې کښې ورکړے شوي دي چې لوستل به يـې خوند درکړي *بيا د دې سره سره د احياء العلوم پۀ وړومبي جلد کښې د نـمونځ