Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

حصه او * د زَنې پۀ څۀ حصه باندې سمې اوبه نۀ بهيوي، داسې پۀ تادۍ تادۍ کښې څۀ نيمګړے اودس وکړي او نـمونځ شروع کړي.۔۔!! ياد ساتئ چې اودس د نـمونځ چابي ده، که اودس پوره نه وي شوے نو نـمونځ د سَره نه کيږي. خو افسوس چې مونږ اودس زده کړو، د دې د پاره راته هډو وخت نه ميلاويږي، بس هم داسې د نيمګړي اودس کولو سره نـمونځونه کوو او دا راسره هډو فِکر نشته چې دا هم يوه سخته غلطي ده. [ياد ساتئ! پۀ اودس او غسل کښې د وينځلو نه مُراد هسې معمولي لـمدول نۀ دي بلکه چې کوم اندام وينځل وي چې د هغې په هره هره حصّه يو يو څاڅکے اوبه وبهيږي، دا يو ځل وينځل شو يعنې فرض ادا شو او داسې درې ځل اوبه بهيول سنّت دي]

د بے اودسه کس نـمونځ  نه قبليږي

د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، زما او ستاسو خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د بے اودسه [کس] نـمونځ نۀ قبليږي تر دې پورې چې اودس وکړي.([1])

مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې فرمائي: د قبليدو نه مُراد د نـمونځ جائز کيدل دي (يعنې د چا اودس چې صحيح نه وي، د هغۀ نـمونځ د سره نه کيږي) بلکې علمائے کرام فرمائي: د نـمونځ سپک ګڼلو پۀ وجه قصداً عمداً بے اودسه نـمونځ کول کُفر دے. ([2])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! * د اودس صحيح طريقه زده کولو او د


 

 



[1]... ( بخاری، ۱/۳۹ ، حدیث ۱۳۵)۔

[2]... (مراۃ المناجیح، ۱/۲۴۵)۔