Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab
فَوَیْلٌ لِّلْمُصَلِّیْنَۙ(۴) الَّذِیْنَ هُمْ عَنْ صَلَاتِهِمْ سَاهُوْنَۙ(۵) (پارہ:30، الماعون:4،5)
[مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان: نو د هٰغه لـمونځ کوونکو د پاره خرابي ده، کوم چې د خپل لـمانځه نه غافل دي.
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت لاندې ليکي: * نـمونځ بيخي نه کول * پۀ پابندۍ سره نه ادا کول * پۀ صحيح وخت باندې نه ادا کول * نـمونځ پۀ صحيح طريقه باندې نه ادا کول * پۀ شوق سره نه ادا کول * د پوهيدلو نه بغير کول * پۀ سستۍ، بے پرواهۍ سره کول. دا ټول د نـمونځ نه د غفلت صورتونه دي. ([1])
منقول دي چې د قيامت پۀ ورځ به يو کَس د الله پاک پۀ بارګاه کښې ودرولے شي، الله پاک به هغۀ ته دوزخ ته د تللو حکم ووفرمائي. هغه به عرض کوي: يا الله پاکه! زۀ ولې دوزخ ته ليږلے کيږم؟ ارشاد به وشي: نـمونځونه د هغو د وخت تيرولو نه وروستو کولو پۀ وجه او زما د نوم د دروغو قَسمونو خوړلو پۀ وجه. ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مونږه مسلمانان يو او پۀ يو مسلمان باندې روزانه پينځه نـمونځونه فرض دي. د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې يو کَس عرض