Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له پکار دي چې مونږ د قبر د عذاب نه پناه هم غواړو، بيا د دې سره سره کوم ګناهونه چې د قبر د عذاب سبب جوړيږي چې د هغو نه هم ځان بچ ساتو. راځئ چې د داسې يو څو ګناهونو پۀ باره کښې واورو:

د مِتيازو د دارو نه د نۀ بچ کيدو وَبال

حضرت ابو بَکرَه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل ما ته دا سعادت نصيب شو چې زۀ د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره چرته روان ووم، د تَګ انداز يـې دومره د رحمت او شفقت نه ډک وو چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما لاس پۀ خپل مبارک لاس کښې نيولے وو، دغسې زۀ د لُطف او رحمت پۀ سوري کښې [رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره] روان ووم چې هٰغه وخت مو دوه قبرونه وليدل، محبوبِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هٰغه قبرونو ليدو سره ووفرمائيل: دا دواړه قبرونو والا پۀ عذاب کښې دي او عذاب هُم د څۀ داسې ګناه پۀ سبب نه ورکولے کيږي د کومې نه چې بچ کيدل مشکل وي. بيا خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: څوک شته چې ما له يوه څانګه راوړي. يو کَس زر لاړو او څانګه يـې راوړله، خوږ آقا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه څانګه دوه ځائے کړه او پۀ دواړو قبرونو باندې يـې يوه يوه کيښوده، بيا يـې ووفرمائيل: تر څو پورې چې دا شنې وي، پۀ دوئي باندې به پۀ عذاب کښې کمے وي. رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا هم ووفرمائيل چې پۀ دې دواړو باندې د غيبت کولو او د مِتيازو د دارو نه د نۀ بچ