Azab e Qabar Ke Chand Asbab

Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

اہلسنّت  کا ہے بَیڑا  پار اَصحابِ  حُضُور     نَجم ہیں اور ناؤ ہے عِترَت رسول اللہ کی

وضاحت: يعنې د اهلسنَّت بيړۍ پوريوتې ده ځکه چې صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د هغوئي د پاره د ستورو پۀ شان او اهلِ بيت اطهار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د کشتۍ پۀ شان دي او پۀ سمندري سفر کښې چې کشتۍ هم وي او د لارې لټولو د پاره ستوري هم وي نو کشتۍ نه ډوبيږي بلکې خپل منزل ته رَسي.

د صحابۀ کرامو پۀ ګستاخ باندې لعنت دے

د مدينے سرکار، د زړونو قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: پۀ هغۀ باندې د الله پاک او د فرښتو او د ټولو انسانانو لعنت دے څوک چې زما يو صحابي ته هم کنځل وکړي. ([1]) او پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: چې کله تاسو دوئي ووينئ چې زما يو صحابي ته هُم بد وائي نو تاسو وايئ چې ستاسو پۀ شر باندې دې د الله لعنت وي. ([2])

يعنې صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم خو خير او صرف خير دي تاسو  هغوئي ته بد وايۍ نو هغي بد هم ستاسو پۀ لور بيرته راګرځي او د هغې وبال [يعنې مصيبت] هم پۀ تاسو پريوځي. ([3])


 

 



[1]... (کنزالعمال، ۱۱/۵۳۰، الحديث ۳۲۴۷۴)۔

[2]... (ترمذی ، ۱۲/۳۶۶، الحدیث ۳۸۰۱)۔

[3]... (مراۃ المناجيح، ۸/۳۴۴)۔