Azab e Qabar Ke Chand Asbab

Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

وه چې دا هم جرم دے، هغه دا ګڼله چې پخپله لـمدول يـې ګناه ده، او چې پۀ باران باندې قدرتي طور لـمده شي پۀ هغې کښې زمونږ څۀ ګناه ده؟ د دې حديثِ پاک نه دوه مسئلې معلومې شوې: (1): دا چې د تجارتي څيز عيب پټول ګناه ده بلکې اخستونکي ته يـې عيب ښکاره کړئ چې که هغه وغواړي نو د عيب سره به يـې واخلي، او که وغواړي نو نه به يـې اخلي (2):بله دا چې پۀ تجارتي څيز کښې عيب پيدا کول هم جرم دے او قدرتي پيدا شوے عيب پټول هم جرم دے. ([1])

پۀ پئيو کښي ملاوټ کول

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ پئيو کښې د ملاوټ کوونکي د پاره هم سخت وعيد راغلے دے، حضور نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے: د خرڅ د پاره چې کوم پۍ وي پۀ هغې کښې اوبه مۀ ګَډَوئ.([2]) او د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې هغوئي يو ځل پۀ يو ځائے تيريدلو نو اوئې کتل چې يو کس پۍ خرڅوي، هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې پۍ وکتل نو پۀ هغې کښې اوبه ګَډې کړے شوې وې نو هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغۀ ته ووفرمائيل: هٰغه وخت به ستا څۀ حال وي چې کله د قيامت پۀ ورځ تا ته ووئيلے شي چې د پئيو نه اوبه بيلې کړه.۔۔!! ([3])


 

 



[1]... (مراٰ ۃ المناجیح، ۴/۲۷۲، ملخصاً)۔

[2]... ( شعب الایمان للبیہقی ، باب فی الامانات ووجوب ادائھاالی اہلھا ، ۴ /۳ ۳ ۳، الحدیث:۵۳۰۸)۔

[3]... ( شعب الایمان للبیہقی ، باب فی الامانات ووجوب ادائھاالی اہلھا ، ۴ /۳ ۳ ۳، الحدیث:۵۳۱۰)۔