Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے.([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي. راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً: نيت وکړئ چې *د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم *پۀ اَدب به کښينم *ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم *څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د قبر عذاب حق دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ياد ساتئ چې د قبر عذاب حق دے، رښتيا دے، دا خبره بالکل ټاکلې شوې ده چې دا اُمّت به پۀ قبر کښې ازمائيلے شي. پۀ قرآنِ مجيد کښي پۀ ډيرو ځايونو کښې د دې ذِکر راغلے دے. الله پاک فرمائي:

مِمَّا خَطِیْٓــٴٰـتِهِمْ اُغْرِقُوْا فَاُدْخِلُوْا نَارًا ﳔ (پارہ:29، نوح:25)

[مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان: هغوئي د خپلو خطاګانو په وجه ډوب کړے شول، بيا په وور کښې داخل کړے شول.

د دې آيت پۀ تفسير کښې ليکلے شوي دي چې د دې وور نه مُراد د برزخ وور (يعنې د قبر عذاب) دے يعنې هغوئي د ګناهونو او نافرمانو پۀ


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔