Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

ووئيل: ځويه پوښتنه ولې کوې؟ عرض يـې وکړو: ما د خپلې خور پۀ قبر کښې د وور لـمبې ليدلې دي. دا يـې چې واوريدل نو مور يـې هم پۀ ژړا شوه او اوئې وئيل چې افسوس * ستا خور به پۀ نـمونځ کښې سستي کوله او * نـمونځ به يـې د قضا کولو نه پس کولو او * زما پۀ خيال بے اودسه به يـې هم کولو او * د ګاؤنډيانو دروازو ته به يـې غوږ کيښودو او د هغوئي د راز خبرې به يـې اوريدلې. ([1])

 د بے نـمانځه کس انجام

اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې عبرتناکه او د سبق نه ډکه واقعه باندې لږ غور وکړئ! سوچ وکړئ چې د نـمونځونو د قضا کولو نه پس د کولو سزا دا ده چې د هغه قبر د دوزخ کنده جوړيږي نو د بيخې نـمونځ نه کوونکو به څومره خطرناک انجام وي. د حضرت امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې د کفنونو يو غل حاضر شو او توبه يـې کړه او خپله واقعه يـې بيان کړه چې پۀ يوه موقع چې کله ما د کفن غلا کولو پۀ غرض قبر وکنستو نو يو تور  مړے راپاڅيدو او ژبه يـې راويستلې وه! د هغۀ نه ګير چاپيره وور بَل وو، فرښتو د هغۀ پۀ غاړه کښې زنځيرونه اچولي وو او ولاړې وې. هٰغه کَس چې زۀ وليدم نو اوئې وئيل: وروره! زۀ سخت تږے يم اوبه راباندې وڅښه. فرښتو ما ته ووئيل: خبردار چې دې بے نـمانځه له اوبه ورنکړې. بيا ما همت وکړو او د مړي نه مې پوښتنه وکړه: تۀ


 

 



[1]... ( کتابُ الکبائِر ص ۲۶، مُکاشَفَۃُ الْقُلو ب ص ۱۸۹، موسوعۃ ابن ابی الدنیا، ۶/۷۵، حدیث:۹۷)۔