Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

کوي.([1]) *د دواړو جهانونو د سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: بُنِیَ الدِّیْنُ عَلَی النَّظَافَۃِ يعنې د دِين بنياد پۀ طهارت باندې دے. ([2])

 الله پاک دې مونږ ته د صفايۍ سوترايۍ او د پاکۍ توفيق راعطا کړي.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

د بے اودسه نـمونځ کولو وبال

حضرت عَمرو بن شُرَحبِيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو کَس مړ شو، خلقو هغه پرهيزګاره ګڼو خو چې کله هغه پۀ قبر کښې ښخ کړے شو نو فرښتو ووئيل: چې مونږ به تا د عذاب 100 کوړې وهو. هغۀ ووئيل: تاسو به ما ولې وهئ، آيا زۀ پرهيزګاره نه ووم؟ فرښتو اووئيل: ځه! پنځوس کوړې به دې اُووهو. داسې د هٰغه کَس او د فرښتو ترمينځه خبرې کيدې، تر دې چې خبره يوې کوړې له راغله، آخر دا چې فرښتو هغه يوه کوړه ووهلو. صرف د هٰغې يوې کوړې وهلو سره پۀ قبر کښې وور بَل شو او هغه مړے وسوزيدو او اِيره شو. هغه بيا خپل مخکښيني حالت ته راوستے شو. بيا هغۀ پوښتنه وکړه چې تاسو دا يوه کوړه زۀ پۀ څۀ وجه اُووهلم؟ فرښتو ووئيل: يوه ورځ تا بے اودسه نـمونځ کړے وو او يوه ورځ يو مظلوم ستا نه مدد غوښتے وو خو تا د (طاقت باوجود) د هغۀ مدد نه وو کړے. ([3])

اَللہُ اَکْبَر! وګورئ! څومره سخته خبره ده، هٰغه کَس نـمونځونه کول، نيک


 

 



[1]...(فیض القدیر ۳/۳۵۶)۔

[2]...(الشفاء بتعریف حقوق المصطفی، ۱/۶۱)۔

[3]...(مصنف ابن ابی شیبۃ، کتاب الزھد، کلام علقمۃ، ۸ /۲۱۵، حدیث:۱۳)۔