Azab e Qabar Ke Chand Asbab

Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

د قبر د عذاب درې بنيادي اسباب

حضرت قَتَاده رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: مونږ ته وئيلے شوي دي چې د قبر عذاب په دريو حصو کښې تقسيم کړے شوے دے (1): په دريو کښې يوه حصه عذاب د غيبت په وجه (2): يوه حصه عذاب د چغلئ په وجه (3):او يوه حصه عذاب د متيازو (د دارو نه د ځان نه ساتلو) په وجه وي.[1]

د وور ميخونه

د حضرت حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ لاس مبارک باندې يو داسې د کفنونو غل توبه وکړه چې هغۀ پۀ سوونو کفنونه غلا کړي وو. د حضرت حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ پوښتنه هغۀ د دريو قبرونو خطرناک واقعات بيان کړل. پۀ هغې کښې د يو قبر حال هغۀ داسې بيان کړو چې يو ځل ما يو قبر وکنستو نو پۀ هغې کښې ډير خطرناک منظر وو. مړي د څټ پۀ لور ژبه راويستې وه او د هغۀ پۀ بدن د وور ميخونه وهلے شوي وو. غيبي اواز ووئيل: دۀ به غيبت کولو، چغلي به يـې کوله او خلق به يـې پۀ خپل مينځ کښې جنګول.([2])

بدگمانی، جُھوٹ، غیبت ، چغلیاں      چھوڑ دے تُو رَبّ کی نافرمانیاں

ہو گیا تجھ سے خُدا ناراض گر          قبر سُن لے آگ سے جائے گی بَھر

پاکوالے، صفائي سوترائي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ مونږ ټولو باندې لازم دي چې د قبر د


 

 



[1]... موسوعۃ ابن ابی الدنیا، کتاب:الغيبة والنميمة، جلد:4، صفحہ:355، حدیث:52۔

[2]... کفن چور کے انکشافات، ص ۲۔