Azab e Qabar Ke Chand Asbab

Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

عذاب کوم چې زۀ اورم، تاسو ته هم واوروي. ([1])

حضرت ابو سعيد خُدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيانوي: زۀ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره پۀ سفر کښې ووم او هغوئي پۀ خپله سورلۍ روان وو. ناڅاپۀ سورلۍ اوچت اوچت ټوپونه وهل شروع کړل، ما عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! پۀ دې څۀ وشو؟ اوئې فرمائيل: ده د هٰغه انسان اواز اوريدلے دے کوم ته چې پۀ قبر کښې عذاب ورکولے کيږي. ([2])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د عذابِ قبر يو څو نندارې

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! آه! ډيره د ويرې خبره ده.۔۔!! *قبر خو اَوَّل ډير تنګ وي *بيا د هٰغه ځائے ډيره وحشت ناکه تيارۀ *تنهائي *بيا د هغې سره سره د خپلو خپلوانو *دوستانو او دنيائي څيزونو د پاتې کيدو غم.۔۔!! * څوک چې ګنهګار دي * د الله او رسول نافرمانۍ کوونکي دي * نـمونځونه قضا کوي * د فرض کيدو باوجود زکوٰۃ نه ادا کوي *د سُود لين دين کوي *شرابونه څښي * ګيرې خريوي *يا د يو موټي نه يـې کموي * مور پلار ته تکليف ورکوي * غيبتونه او چغلۍ کوي *سندرې او سازونه اوري * فلمونه، ډرامې ګوري *مسلمانانو ته برناحقه تکليفونه ورکوي * غريبانان تنګوي *د خلقو حقونه وهي *آه!


 

 



[1]... (مسلم، ص ۱۵۳۴، حدیث:۲۸۶۷)۔

[2]... (معجم اوسط، ۲/۳۰۴، حدیث:۳۳۶۶)۔