Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

سبب وور ته وغورځولے شول. ([1])

برزخ څۀ ته وائي؟

مشہور مفسرِ قرآن مفتی احمد یار خان نعیمی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: د قبر نه مر اد عالمِ برزخ دے. د دې شروع د هر انسان د مرګ نه کيږي او د دې انتہا [يعنې ختميدل] پۀ قیامت [قائميدو] دي، لہذا کوم مړے چې ښخ نۀ کړے شو بلکې وسوزولے شو، يا ډوب کړے شو، يا ازمري وخوړو هغۀ سره هُم د قبر حساب او عذاب شته.([2])

دا اُمَّت به پۀ خپلو قبرونو کښې ازمائيلے شي

حضرت زيد بن ثابِت رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيانوي: حُضُور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو ځل پۀ يو قچر کښيناستو او د يو باغ پۀ لور يـې تشريف يوړلو، ناڅاپۀ قچر ويريدو او ټوپونه وهل يـې شروع کړل، چې اوئې کتل نو هلته څلور، پينځه قبرونه وو، خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پوښتنه وکړه: دا قبرونو والا څوک پيژني؟ يو کَس عرض وکړو: زۀ يـې پيژنم. اوئې فرمائيل: دا کله مړه شوي دي؟ عرض يـې وکړو: د شرک او کُفر پۀ حالت کښې مړه شوي وو. پۀ دې باندې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: بے شکه دا اُمَّت به پۀ خپلو قبرونو کښې ازمائيلے شي. که دا ويره نه وے چې تاسو به مړي ښخول پريږدئ نو ما به د الله پاک نه سوال کړے وو چې دا د قبر


 

 



[1]... روح المعانی جزء ۲۹،  ص ۱۲۵ ۔

[2]...  مراۃ المناجیح، جلد:1، صفحہ:125بتصرف۔