Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

لهٰذا که پۀ ژوند کښې مو چرته نـمونځ قضا کړے وي نو د هغې نه توبه کړئ او آئنده پۀ وخت باندې او د جَمعې سره د نـمونځ کولو اهتمام کوئ، قضا نـمونځونه به څنګه راګرځوئ د دې د پاره د اميرِ اهلِسنُنت مولانا محمد الياس عطار قادري دامت رساله قضا نمازوں کا طریقہ (حنفی) ولولئ!

اندھیری قبر کا دل سے نہیں نکلتا ڈر   کروں گا کیا جو تُو ناراض ہو گیا یا ربّ!

گناہگار ہوں میں لائقِ جہنَّم ہوں       کرم سے بخش دے مجھ کو نہ دے سزا یا ربّ!

د ملاوټ او خيانت کوونکي عبرت ناک انجام

حضرت عبدُ الحميد بن محمود رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د حضرت عبد الله ابنِ عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما پۀ خدمت کښې څۀ خلق حاضر شول او عرض يـې وکړو: مونږ د حج پۀ سفر باندې راوتي يو، پۀ مقامِ صِفاح کښې زمونږ د قافلې يو کَس وفات شوے دے. مونږ چې کله د هغۀ د پاره قبر وکنستو نو دومره غټ تور مار مو پکښې پروت وليدو، چې [ټول] قبر يـې ډک کړے وو، هغه مو پريښودو او بَل قبر مو وکنستو نو پۀ هغې کښې هم هٰغه مار راښکاره شو. ستاسو پۀ خدمت کښې د دې مسئلې د حل کولو د پاره حاضر شوي يو. حضرت عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ووفرمائيل: دا د هغۀ د خيانت سزا ده کوم چې به هغۀ کولو. تاسو هغه د هٰغه دواړو نه پۀ يو قبر کښې ښخ کړئ، قَسم پۀ خدائے! که تاسو د دُنيا ټوله زمکه هم راوکښنۍ نو بيا به هم پۀ هر ځائے کښې هُم دا وِينئ. آخر مونږ هغه هم پۀ هٰغه د مار نه ډک قبر کښې ښخ کړو. واپس چې راغلُو او د هغۀ سامان مو د هغۀ کور والؤ له ورکړو او د