Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

د وور دوه غرونه

پۀ [تفسير] روحُ البيان کښې دي: څوک چې پۀ ناپ تول کښې خيانت کوي، د قيامت پۀ ورځ به هغۀ د دوزخ ژورو [کَندو] ته وغورځولے شي او د وور د دوو غرونو ترمينځه به راوستلے شي او حکم به ورته وشي، چې دا غرونه ناپ کوه او تله! چې کله يـې تَلل شروع کوي نو وور به يـې وسوزوي.([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ښه غور وکړئ چې پۀ مختصر شان ژوند کښې د يو څو پيسو حاصلولو د پاره که د ټګۍ برګۍ نه کار واخستے شي نو څومره د خطرناک عذاب خبردارے دے. نن معمولي ګرمي نشو برداشت کولے نو پۀ دوزخ کښې به د غرونو تودوالے څنګه برداشت کړو! د خدائے د پاره! پۀ خپل حال باندې رحم وکړئ او د مال د هوس نه لرې اوسئ. ګنې حرام مال به پۀ دواړو جهانونو کښې صرف مصيبت ثابت شي.

پۀ تول کولو کښې د بے احتياطۍ پۀ سبب غضب

حضرت حارث مُحَاسِبِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو غله ناپ کوونکي دا کار پريښودو او د الله پاک پۀ عِبادت کښې مشغول شو. چې کله هغه مړ شو نو د هغه بعضې دوستانو هغۀ پۀ خوب کښې وليدو او پوښتنه يـې ترينه وکړه: ما فَعَلَ اللہُ بِکَ؟ يعنې الله پاک ستا سره څۀ معامله وکړه؟ هغه ووئيل: زما هغه پيمانه پۀ کومه باندې چې به ما غله تلله، پۀ هغې کښې زما د بے احتياطۍ پۀ وجه څۀ خاوره نخښتې وه او هغه ما د بے پرواهۍ پۀ وجه نه وه صفا کړې هر


 

 



[1]... تفسیر روحُ البیان ، ۱۰/۳۶۴۔