Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

کيدو پۀ سبب عذاب کيږي. ([1])

د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نظر کمال

د ټولو نه وړومبے خو د دې حديث مبارک په رڼا کښې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نظر مبارک کمال ته اوګورئ! دلته دا مه ګڼئ چې په قبر باندې د پاسه يو څو مَنه خاوره ده نو سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صرف د دې خاورې نه لاندې اوکتل، نه، نه...! داسې نه ده، هغه جهان بدل دے، قبر ته دننه کتل هسې خو شرعاً صحيح نه دي، البته که د باران وغيره له وجهې قبر برسيره شي نو مونږ ته به هلته هيڅ نه ښکاري، ولې؟ ځکه چې مونږ چې څه وينو، هغه دُنيا ده، د مَړي سره چې څه معاملې کيږي، هغه په دُنيا کښي نۀ بلکې په بَل جهان يعنې په عالَمِ برزخ کښې کيږي. خو قربان شم! دا د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نظر کمال دے، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دې دُنيا کښې د ظاهري ژوند سره تشريف فرما وو، دا جهان بيل دے، عالَمِ برزخ بيل جهان دے او هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دې جهان کښې د موجود کيدو سره بَل جهان اوليدو او په بَل جهان کښې څه کيږي؟ په څه وجه کيږي؟ په دې هر څه هُم پوهه شولو.

دوه خطرناګ ګناهونه

   خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دې حديث مبارک نه مونږه دا خبره هم زده کړه چې د چغلئ نه او د متيازو د دارو نه نۀ بچ کيدل هم خطرناک ګناهونه دي. هم


 

 



[1]...  مُسند اِمام احمد ج ۷ ص ۳۰۴ حدیث ۲۰۳۹۵۔