Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

خو وکړئ! چې هٰغه وخت به مونږ څۀ کوو.۔۔!! چا ته به غږ کوو.۔۔!! د چا نه به مدد غواړو.۔۔!! د دې سختو عذابونو نه به څنګه خلاصيږو؟

الله پاک دې کرم ووفرمائي! کاش چې د هغه رحمت وشي، کاش چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت رانصيب شي، بَس! چې دا کرم وشي او د دې پۀ برکت د عذاب نه بچ شو.   

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د قبر د عذاب نه پناه غواړئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قبر داسې سخت سخت عذابونه دي، يقين وکړئ! که مونږ چرې پۀ دې عذابونو کښې راګير شو نو ډيره ګرانه به شي، نن مونږ ژوندي يو، اوس موقع ده، پکار ده چې مونږ د قبر د عذاب نه پناه وغواړو، د حضرت جابِر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې يو ځل سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو باغ ته تشريف راوړلو، هلته څۀ قبرونه هم وو، رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې کله پۀ هٰغه قبرونو کښې د کيدونکو عذابونو اوازونه واوريدل نو بے قراره شولو او بهر يـې د تشريف راوړلو سره ووفرمائيل: اِسْتَعِیْذُوْا مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ د قبر د عذاب نه پناه وغواړئ.۔۔!! ([1])

راځئ چې د خوږ مصطفٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ حُکم باندې د عمل کولو پۀ نِيَّت د قبر د عذاب نه د الله پاک پناه اوغواړو:

نَعَوْذُ بِاللہِ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ (مونږ د قبر د عذاب نه پناه غواړو)


 

 



[1]... مسند امام احمد ، مسند جابر بن عبد اللہ، ۵/۱۳، حدیث:۱۴۱۵۵۔