Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

هغۀ د کونډې نه مو د هغۀ د اعمالو پۀ باره کښې پوښتنه وکړه نو هغې ووئيل: دۀ به طعام [اينګولے] خرڅولو او پۀ هغې کښې به يـې خيانت کولو داسې چې د هغې نه به يـې د خپل کور والؤ د پاره څۀ لرې کړو بيا به يـې د کمي پوره کولو د پاره پۀ هغې کښې هٰغه همره ملاوټ کولو. ([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دوؤ بدو اعمالو پۀ وجه د هٰغه کَس قبر د دوزخ کنده شوه: (1): خیانت کول (2): ملاوټ کول، دا دواړه هم ډير بد کارونه دي او پۀ قرآن او حديث کښې د دې نه منع فرمائيلے شوې ده. الله پاک پۀ قرآنِ پاک کښې ارشاد فرمائي:

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَخُوْنُوا اللّٰهَ وَ الرَّسُوْلَ وَ تَخُوْنُوْۤا اَمٰنٰتِكُمْ وَ اَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ(۲۷) (پارہ:9، الانفال:27) [مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان:  اے ايمان والؤ! الله او رسول سره خيانت مه کوئ او مه قصداً په خپلو امانتونو کښې خيانت کوئ.

 خيانت د منافقت علامت دے

د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ عالي شان دے: درې خبرې داسې دي چې پۀ چا کښې وي هغه به منافق وي اګرچې د نـمونځ، روژې پابند ولې نه وي: (1): چې کله خبره کوي نو دروغ وائي (2): چې کله وعده کوي نو ماتوي يـې (3): چې کله امانت هغه ته وسپارلے شي نو خيانت کوي. ([2])


 

 



[1]... (شَرْحُ الصُّدُور ص ۱۷۴، ۔

[2]... (مسلم، کتاب الایمان ، باب بیان خصال المنافق، ص ۵۰، حدیث: ۱۰۷)۔