Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

کرلے توبہ ربّ کی رَحمت ہے بڑی                                     قبر میں ورنہ سزا ہوگی کڑی

د ملاوټ تعريف

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې واقعاتو نه دا هم معلومه شوه چې د ملاوټ کولو پۀ وجه قبر د دوزخ کنده جوړيږي. ځکه ضروري ده چې مونږ د ملاوټ نه هم ځان ساتو. د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ملاوټ نه مُراد دے د خرڅولو وخت کښې د څيز عيب پټول، يا پۀ اصل کښې نقل ګډَوَل. ([1])

څوک چې ملاوټ کوي هغۀ زمونږ نه نۀ دے

حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: حضورِ اقدس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غَلې پۀ يو ډيري تيريدلو نو خپل لاس مبارک يـې پکښې ووهلو، د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګوتو مبارکو پۀ هغې کښې څۀ لـمد والے محسوس کړو نو ارشاد يـې ووفرمائيلو: اے د غلې والا! دا څۀ دي؟ هغۀ عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! پۀ دې باران شوے وو. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: نو لـمده غله تا د ډيري د پاسه ولې نه اچوله د پاره د دې چې خلقو ليدلے، څوک چې ملاوټ وکړي هغۀ زمونږ نه نۀ دے. ([2])

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې ليکي: غالباً هٰغه دکاندار ته دا معلومه نه


 

 



[1]... (مراۃ المناجیح، ۵/۲۵۴)۔

[2]... (مسلم، کتاب الایمان، باب قول النبیّ صلی اللّٰہ علیہ وسلم: من غشّنا فلیس منّا، ص ۶۵، الحدیث: ۱۰۲)۔