Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

اودس د فضائلو نه د ځان خبرولو د پاره د اميرِ اهلسنت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله وضو کا طريقہ (حنفی) ولولئ! * دغه شان د دعوتِ اِسلامي پۀ ديني ماحول کښې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! طہارت کورس او فیضانِ نماز کورس هم کولے شي، مختصر کورسونه دي، دا کورسونه وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د اودس، نـمونځ او طهارت وغيره پۀ باره کښې به مو د فرض عِلمِ دِين زده کول نصيب شي.

عمل کا  ہو جذبہ عطا یااِلٰہی!          گُنَاہوں سے مجھ کو بچا یا اِلٰہی!

دے شوقِ تِلاوت، دے ذوقِ عبادت  رہوں باوُضُو میں سدا یااِلٰہی!

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

   د قضا کولو نه پس د نـمونځ کولو وبال

حضرت عَمرو بن دِينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د يو کَس خور وفات شوه نو هغه د غسل او کفن کولو نه پس دفن کړے شوه، چې کله د هغې د دفن کولو نه واپس راغلو نو ورياد شو چې د رقم تيلۍ ترينه پۀ قبر کښې غورځيدلې ده. هغۀ د ځان سره يو کَس بوتلو او هديرې ته لاړو او د تيلۍ راويستو د پاره يـې د خپلې خور قبر وکنستو! هغۀ خپل ملګري ته ووئيل چې تۀ لږ لرې لاړ شه چې زۀ د خپلې خور حال ووينم. هغۀ چې يوه ښخته اوچته کړه نو پۀ قبر کښې يـې يو زړۀ لړزيدونکے منظر وليدو، هغۀ وليدل چې د خور پۀ قبر کښې يـې د وور لـمبې بَلې دي! هغۀ پۀ څۀ طريقه پۀ قبر باندې خاورې واچولې او د ډير غم پۀ حالت کښې پۀ ژړا خپلې مور له راغلو او پوښتنه يـې وکړه چې مور جانې! زما د خور اعمال څنګه وو؟ هغې