Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

پۀ يو روايت کښې دي چې دغه کس به پخوانو بزرګانو ته کنځل کول.([1])

د صحابي د قبر د بے ادبئ کوونکي انجام

حضرت امام اَعمَش رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو کَس د حضرت امام حسن بن علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهما پۀ مبارک قبر باندې مِتيازې وکړې نو هغه ليونے شو او د سپو پۀ شان بي يـې غَپل، بيا هغه مړ شو خو د هغۀ د قبر نه د چغو او د غپيدو اواز واوريدے شو.([2])

صحابه د اسمانِ هدايت ستوري دي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مَعَاذَ الله! صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته کنځلې کول سخته ګناه ده، خپل قبر د دوزخ کنده جوړول او دوزخ ته بوتلونکے کار دے. ([3]) صحابۀ کرام د ټول جهان د مسلمانانو نه افضل دي. دا هٰغه مبارکې هستيانې دي چې د دوئي پۀ باره کښې چې زمونږ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اَصْحَابِيْ کَالنُّجُوْمِ بِاَيِّہِمُ اقْتَدَيْتُمْ اِہْتَدَيْتُم يعنې زما صحابه د ستورو پۀ شان دي نو تاسو چې پۀ دوئي کښې د چا پيروي هم کوئ هدايت به بيامومئ. ([4])

اعلیٰ حضرت امام اهلسنّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:


 

 



[1]...موسوعۃ ابن ابی دنیا، کتاب القبور، جلد:6، صفحہ:83، رقم:129 ۔

[2]... (شرح الصدور( مترجم) ص 310 ۔

[3]... (شرح الصدور( مترجم) ص 310 ۔

[4]... (مشکاۃ المصابیح  ۳/۳۱۰)۔