Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

ځل د تول کولو پۀ وخت به د هٰغې خاورې برابر تول کم کيدلو. د دې قصور پۀ وجه زه پۀ غضب کښې ګرفتار يم. ([1])

د قبر نه د چغو اواز

هم دغه شان يو بَل کَس به هم خپله تَله د خاورې وغيره نه نۀ پاکوله او هم دغه شان به يـې څيز تَللو. چې کله هغه مړ شو نو د هغۀ پۀ قبر کښې هم عذاب شروع شو. تر دې پورې چې خلقو د هغۀ د قبر نه د چغو اوازونه واوريدل. بعضې نيکانو خلقو چې د قبر نه د چغو اواز واوريدو نو رحم يـې پرې راغلو او هغوئي د هغۀ د پاره د بخښنې دعا وکړه نو د هغې پۀ برکت الله پاک د هغۀ نه عذاب لرې کړو. ([2])

د حرامو ګټه چرته ځي؟

د دې واقعاتو او روايتونو نه به هٰغه خلق ضرور درسِ عبرت حاصل کړي څوک چې د ټګۍ برګۍ نه کار اخلي او کم تول کوي. د ټګۍ کولو او کم ناپ کولو سره بعضې وخت پۀ ظاهره مال زيات ښکاري خو پۀ داسې امدن څۀ! بعضې وخت پۀ دُنيا کښې هم داسې مال مصيبت جوړ شي. کيدے شي چې د ډاکټرانو پۀ فيسونو، د بيمارو پۀ دوايانو، د جيب وهونکو، غلو يا رشوت خورو لاسونو ته دا مال لاړ شي او بيا مَعَاذَ الله! انسان د آخرت پۀ سخت عذاب کښې هُم ګرفتار شي.


 

 



[1]... (اَخْلاقُ الصّٰلِحِین، ص ۵۶)۔

[2]... (اَخْلاقُ الصّٰلِحِین، ص ۵۶)۔