Azab e Qabar Ke Chand Asbab

Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

اے ملاوٹ کرنے والے مان جا                                                  خود کو یوں دوزخ کا ایندھن مَت بنا

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تاسو واوريدل چې چا پۀ پئيو کښې اوبه ګَډې کړې او بيا يـې هغه خرڅ کړل هغۀ ته به د قيامت پۀ ورځ وئيلے شي چې د پئيو نه اوبه اوباسه حالانکې هغۀ به د هغې طاقت نه لري.

پۀ پئيو کښې د ملاوټ کولو سره د څاروو هلاکيدل

حضرت علامه عبد الرحمان ابن جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: پۀ يو کلي کښې يو پۍ خرڅوونکے وو، د هغۀ عادت وو چې پۀ پئيو کښې به يـې اوبه ګَدولې. يو ځل سيلاب راغے او د هغۀ څاروي (ميښې، غواګانې، چيلۍ وغيره) يـې يوړل نو هغۀ ژړل او وئيل يـې چې ټول څاڅکي يو ځائے شول او سيلاب ترې جوړ شو [او زما ټول څاروي يـې يوړل].

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د ګستاخِ صحابه انجام

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قبر د عذاب د يو لوئي سبب د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم او د نيکانو خلقو ګستاخي هم ده. حضرت ابو اِسحاق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زۀ يو مړي ته د غسل ورکولو د پاره وغوښتے شوم، چې ما کله د هغۀ د مخ نه کپړه لرې کړه نو اومې کتل چې د هغۀ د مرۍ نه يو مار راتاؤ شوے وو، خلقو ووئيل چې دې کَس به صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته کنځل کول.([1])


 

 



[1]... (شرح الصدور( مترجم) ص ۳۰۷، ۔