Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

هر صحابيِ نبی! جنتی جنتی                                  ټولې صحابیاتې هُم! جنّتی جنّتی

څلور یاران د نبی! جنّتی جنّتی                                حضرت صِدِّیق هُم! جنّتی جنّتی

او عمر فاروق هُم! جنّتی جنّتی                                       عثمانِ غنی! جنّتی جنّتی

فاطمه او علی! جنّتی جنّتی                                    حَسَن او حُسَین هُم! جنّتی جنّتی

والدین د نبی! جنّتی جنّتی                             هره زوجۀ نبی! جنّتی جنّتی

حضرتِ معاویه! جنّتی جنّتی                           او ابوسُفیان هُم! جنّتی جنّتی

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قبر د عذاب نور هم ډير اسباب دي، الله پاک دې مونږ ته د دې ټولو بدو نه د بچ کيدو توفيق راعطا کړي. الله پاک دې وکړي چې مونږ تر مرګه پورې د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتو او د ټولو بزرګانِ دِين (اوليائے کرامو، علمائے کرامو او نيکانو خلقو) با اَدبه پاتې شو. کاش چې د قبر او د دوزخ د عذابونو نه د ازادۍ زيرے راباندې وشي.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

    پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مَدَني مذاکره

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتو او نيکانو خلقو محبت پۀ زړۀ کښې د زياتولو او د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو د پاره د دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط ساتئ! پۀ 12 ديني کارونو کښې هم پوره برخه اخلئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زړۀ به مو روښانه شي، عشقِ رسول به مو نصيب شي، د الله پاک محبت به مو نصيب شي او د دِين او دُنيا بے شميره خيرونه به درنصيب شي. د دعوتِ اِسلامي پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار مَدَني مذاکره هم ده.