Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د الله پاک پۀ نزد د ټولو نه زيات خوښ څيز څۀ دے؟ اوئې فرمائيل: پۀ وخت نـمونځ کول او چا چې نـمونځ پريښودو د هغۀ هيڅ دِين نشته. نـمونځ د دِين ستَن ده. ([1])

د نمونځ برکتونه

معلومه شوه چې نـمونځ د مسلمانانو د پاره ډير اهم فرض دے خو افسوس چې نن زمونږ جوماتونه وران دي، الله پاک دې توفيق راکړي چې مونږ هم ټول نـمونځونه د جَمعې سره پۀ جومات کښې ادا کوونکي جوړ شو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې به بے شميره برکتونه رانصيب شي * يقيناً نـمونځ د دِين ستَن ده * نـمونځ د الله پاک د رضا سبب دے * د نـمونځ سره رحمت نازليږي * د نـمونځ سره ګناهونه معاف کيږي * نـمونځ د بيمارو نه بچ کوي * نـمونځ د دعاګانو د قبليدو سبب دے * د نـمونځ سره پۀ رزق کښې برکت راځي * نـمونځ د تيارۀ قبر رڼا ده * نـمونځ د قبر د عذاب نه بچ کول کوي * نـمونځ د جنّت کُنجي ده * نـمونځ د پلِ صراط د پاره اساني ده * نـمونځ د دوزخ د عذاب نه بچ کول کوي * نـمونځ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سترګو يخ والے دے *نـمونځ ګزاره ته به د تاجدارِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت نصيب کيږي او * د نـمونځ ګزاره د پاره د ټولو نه لوئي نعمت دا دے چې هغۀ ته به د قيامت پۀ ورځ د الله پاک ديدار نصيب کيږي. ([2])


 

 



[1]...    ( شعب الایمان، باب الحادی والعشرون من شعب الایمان۔۔۔ الخ، ۳/۳۹، الحدیث: ۲۸۰۷)۔

[2]...    ( شعب الایمان، باب الحادی والعشرون من شعب الایمان۔۔۔ الخ، ۳/۳۹، الحدیث: ۲۸۰۷)۔