Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه هره هفته د ماسخوتن د نـمانځه نه پس پۀ مَدَني چينل باندې نيغ پۀ نيغه (Live) د سوال او جواب سلسله فرمائي. تاسو هم پۀ مَدَني چينل پۀ پابندۍ سره د مَدَني مذاکرې د کتو، اوريدو کوشش کوئ.

د ماډرن ځلمي توبه  

د منډي بهاؤ الدين (صوبه پنجاب، پاکستان) د اوسيدونکي د يو اِسلامي ورور د ليکلو خلاصه ده چې د دعوتِ اِسلامي ماحول ته د راتلو نه مخکښې ما د ګناهونو پۀ هلاکيدونکې دره کښې ټوکَرې خوړلې. هر وخت به مې پۀ زړۀ او دماغو کښې د فيشن خيال وو او د نيکو نه لرې د دنيا پۀ رنګينو کښې مې ژوند بربادولو. يو ځل يو مبلغِ دعوتِ اِسلامي پۀ آخري عشره کښې د اجتماعي اعتکاف ډير ترغيب راکړو، هم دا رنګې د الله پاک پۀ فضل او کرم سره زما د اعتکاف سعادت نصيب شو، د اجتماعي اعتکاف خوندور ماحول، زړۀ راښکونکو بيانونو، د پيشمني او روژه ماتي روحاني نظارو ډير خوند راکړو، پۀ کرم د پاسه کرم دا چې د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه علمي او روحاني مدني مذاکرو او  د ژړا نه ډکو دُعاګانو مې د زړۀ نه د ګناهونو زنګ صفا کړو. زما د ګناهونو پۀ تيارۀ ژوند کښې د عشقِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رڼا راخوره شوه. ما د خپلو ګناهونو نه رښتونې توبه وکړه او د امير اهلسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه نه مې د بيعت شرف حاصل کړو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ګيره مبارکه مې پريښوده، عمامه مې پۀ سر کړه او د سُنَّتو ډک ژوند