Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

*خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې تر څو پورې پۀ دنيا کښې تشريف فرما وو، چرې يـې هم پرله پسې 2 شپې پۀ مړه خيټه نه وه خوړلې *رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د لوږې پۀ وجه پۀ خِيټه مبارکه باندې کاڼي تړل.

د خوراک د مِقدار پۀ باره کښې اَحکام: * د لوږې نه کم خوراک کول سُنَّت دي [يعنې څۀ نه څۀ لوَږه باقي ساتل] * چې څومره لوږه وي، هٰغه همره خوړل مُبَاح دي (يعنې پۀ دې کښې نه ګناه شته، نه ثواب) * دومره پۀ مَړه خيټه خوړل چې د خيټې خرابيدو ګمان وي، حرام دي *دومره پۀ مړه خيټه خوړل چې د خيټې خرابيدو انديښنه نه وي، مکروه دي *پۀ خوراک کښې دومره کمے راوستل چې پۀ فرائضو ادا کولو کښې رکاوټ راشي، جائز نه دي. ([1]) 

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے.

غم کے بادَل چَھٹیں قافلے میں چلو    خوب خوشیاں ملیں قافلے میں چلو

رب کے در پر جُھکیں، اِلتِجائیں کریں   بابِ رحْمت کھلیں، قافلے میں چلو

الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.


 

 



[1]... بہارِ شَرِیْعت، حصہ:16، جلد:3، صفحہ:374 ملخصًا ۔