Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

الله دې نه کړي که نافرمانه او ګناهونه کوونکي د هغۀ د رحمت نه محرومه شو او د ګناهونو پۀ وجه پۀ قبر کښې راګير کړے شو نو د دې تنهايۍ، وحشت او ډيرو غمونو سره سره پرې عذاب هم مُسَلَّط کيدے شي، آؤ! آؤ! د قبر عذاب ډير سخت دے * چې کله ګنهګار قبر ته کوز کړے شي نو قبر يـې پۀ ډيره سخته لهجه کښې رَټي *بيا د قبر ديوالونه يو بَل سره را يو ځائے کيدل شروع شي، يو بل ته رانزدې کيږي، رانزدې کيږي، تر دې چې د قبر ديوالونه پۀ مړې داسې راجُخت شي چې د هغه پوښتۍ په يوه بله کښې پيوستې شي *د ګنهګار پۀ قبر کښې وور هم بليدے شي *ماران لړمانان هم پرې مسلط کيدے شي * د عذاب فرښتې د اوسپنې پۀ ګُرَزونو ډير سخت وهل هم کوي *پۀ بعضې ګنهګارانو باندې يو ړوند او کوڼ ځناور مُسَلَّط کړے شي، چې د هغۀ سره د اوسپنې غټ ګُرَز [يعنې څَټَک] وي، هغه پۀ هٰغه څټک مړے وهي * بعضې داسې اُووهلے شي چې د هغوئي بدن ويلي شي او وبهيږي، بيا پۀ مخکښيني حالت راشي، بيا اُووهلے شي *د بعضو پۀ قبرونو کښې غټ غټ ماران مُسلط کړے شي *بعضې د وور پۀ زنځيرونو تړلے شي *او بعضو ته د وور جامې اغوستے شي.

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! لږ سوچ خو وکړئ چې آيا دا عذابونه مونږ برداشت کولے شو.۔۔!! آه! د ساه وتو تکليف پۀ خپل ځائے، د دُنيا پريښودو غم پۀ خپل ځائے، د قبر تنهائي، وحشت، تَکه توره تيارۀ، دا ټول غمونه پۀ خپل ځائے دي، بيا د دې سره الله دې نه کړي، الله دې نه کړي.۔۔!! که پۀ مونږ باندې عذاب هُم مسلط کړے شو نو لږ سوچ خو وکړئ.۔۔!! فکر