Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

فضيلت چې هغوئي (يعنې حج او نورو مالي عبادتونو کوونکو) ته ميلاويږي، د هغې نه هم زيات فضيلت تاسو ته حاصل شي. بيا ورته رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د داسې فضيلت والا نيکي وښودله او اوئې فرمائيل: د هر نـمونځ نه پس، 33 کَرَته سُبْحٰنَ الله! او 33 کَرَته اَلْحَمْدُ لِلّٰہ، 34 کَرَته اللهُ اکبر لولئ...!! ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې حديثِ پاک کښې زمونږ د زدکړې د پاره دوه سبقونه دي: (1): د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ځانګړي، د نيکو نه ډک سوچ ته وګورئ! *مالداره خلق ښه خوراکونه کوي، پۀ هغې باندې هغوئي رَشک نه کوي *مالداره خلق ښې جامې اغوندي، پۀ دې باندې هغوئي رشک نه کوي، *د مالدارو خلقو کورونه بهترين دي، پۀ دې باندې هم رشک نه کوي. چي رشک کوي نو صرف پۀ دې خبره باندې چې دا خو صحيح ده چې *هغوئي نـمونځونه کوي، مونږ هم نـمونځونه کوو *هغوئي تلاوت کوي، مونږ هم تلاوت کوو *هغوئي حديثونه اوري، مونږ يـې هم اورو *هغوئي نفلونه کوي، مونږ يـې هم کوو *هغوئي روژې نيسي، مونږه يـې هم نيسو، يعنې تر دې پورې خو معامله برابر ده *خو هغوئي مالداره دي، ځکه هغوئي حج، زکوٰۃ، صدقه او خيرات وغيره مالي عبادتونه هم کوي خو مونږ مالي عبادتونه نشو کولے، يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! پۀ دې ځائے کښې مالداره صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم زمونږ نه د نيکو پۀ معامله کښې وړاندې روان دي.

سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د رشک اصلي مقام...!! زمونږ حالات داسې دي چې


 

 



[1]... سنن الکبریٰ للنسائی، جلد:9، صفحہ:65، حدیث:9902۔