Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

دے ورکړے، بيا دا کَس مال بغير د عِلم نه لګوي، نۀ پۀ دې معامله کښې د الله پاک نه ويريږي، نۀ د دې پۀ ذريعه د خپلوانو سره ښه سلوک کوي، نۀ د مال حقونه پوره کوي، دا د ډيرې بدې مرتبې والا انسان دے. (4):بيا څلورم هٰغه کَس دے، چا له چې الله پاک نۀ مال ورکړے دے، نۀ يـې عِلم ورکړے دے، دے چې کله داسې بے عِلمه مالدار ويني نو سوچ کوي چې کاش زما سره هم مال وے، ما هم داسې مزې کولے، لکه څنګه چې دا بے عِلمه مالدار کوي، اوئې فرمائيل: د دې مال وبال د دې دواړو د پاره برابر دے.([1])

اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اوس دې پۀ مونږ کښې هر يو غور وکړي چې پۀ دې څلورو قِسمونو کښې مونږ د کوم يو قِسم سره تعلق لرو، الله پاک نورو له مال ورکړے دے او مونږ غريبانان يو، اوس خپله جائزه واخلئ چې مونږ کله مالداره ووينو نو ولې مو پۀ زړۀ کښې لالچ راځي، که دا حالت مو وي چې مالدار کله حج له ځي نو پۀ زړۀ کښې مو لالچ راځي چې کاش! زما سره هم مال وے نو ما به هم حج کړے وے، مالداره صدقه او خيرات کوي او زمونږ پۀ زړۀ کښې لالچ راځي چې کاش! زما سره هم مال وے چې ما هم صدقه او خيرات کړے وے، پۀ دې حالت کښې خو به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د زړۀ دا لالچ ښۀ ثابتيږي، د رَبِّ رَحمٰن د رحمت نه اُميد دے چې د دې لالچ پۀ برکت به مونږ ته هم د حج او د صدقې وغيره ثواب ميلاويږي او خدائے دې نۀ کړي که چرې دا حالت مو وی چې مالدار عيش کوي، د مال پۀ وجه ګناهونه کوي او مونږ هغوئي وينو او لالچ


 

 



[1]... ترمذی، کتاب الزہد، باب ماجاء مثل الدنیا...الخ، صفحہ:557، حدیث:2325۔