Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

حضرت عَلِـیُّ الْمُرْتَضٰـی، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: کوم بنده چې د زَاد او رَاحِله (يعنې د سورلۍ او د سفر د خرچ) مالک وي، چې د هغې پۀ ذريعه هغۀ مکے مکرمې ته رسيدے شي، د دې باوجود که هغه حج ونکړي نو که وغواړي يهودي شوے دې مړ شي يا نصراني شوے [دې مړ شي]. ([1])

اَللہُ اَکْبَر! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! غور وکړئ چې څومره سخت وعيد دے، زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رَحْمَةٌ لِّلعَلَمِين (يعنې د ټولو جهانونو د پاره رحمت) دے، د خلقو ايمان راوړل  هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تۀ ډير خوښ دي، چې کله به کافرانو کلمه نه وئيله، د قرآن پۀ آيتونو باندې به يـې ايمان نه راوړو نو رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ډير غمژن کيدلو، رحمتِ عالم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې د کافرانو پۀ کلمه نه وئيلو به هم غمژن کيدلو، هغوئي د يو مسلمان د پاره ارشاد فرمائي چې: د حج فرض کيدو باوجود که هغه حج نه کوي، نو که هغه غواړي نو يهودي شوے دې مړ شي يا نصراني.

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک پۀ وضاحت کښې فرمائي: مطلب دا دے چې څوک د حج فرض کيدو باوجود حج نه کوي د هغه پۀ مرګ کښې او د يهود او نصاریٰ پۀ مرګ کښې هيڅ فرق نشته، الله پاک د حج پريښودونکي نه هم ناراضه دے، د يهوديانو او نصاریٰ نه هم ناراضه دے. آؤ! خو پۀ دواړو


 

 



[1]... ترمذی، کتاب الحج، صفحہ:223، حدیث:812۔