Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

څۀ ثواب دے؟ *چې کله حاجي سر وخريوي نو د هغۀ د پاره څۀ ثواب دے؟ *چې کله حاجي آخري طواف پوره کړي نو د هغۀ د پاره څۀ ثواب دے؟ انصاري صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض وکړو: اے د الله پاک نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! پۀ هٰغه ذات مې دې قسم وي! چا چې تاسو رښتوني نبي راليږلي يۍ، بے شکه تاسو ټولې پوښتنې صحيح ارشاد کړې، اوس د دې جوابونه هم راعطا کړئ، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: *چې کله حاجي د خپل کور نه ووځي نو د هغۀ د سورلۍ د هر قدم پۀ بدله کښې د هغۀ د پاره يوه نيکي ليکلے کيږي او *يوه ګناه يـې معاف کيږي *چې کله هغه پۀ ميدانِ عرفات کښې ايسار شي نو الله پاک د خپل شان لائق پۀ دنيائي اسمان تجلي فرمائي او فرمائي: اے فرښتو تاسو ګواه اوسئ! ما د دۀ ګناهونه معاف کړل اګر که د باران د څاڅکو او د شګو د ذرو برابر وي.

  خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نور ووفرمائيل: * چې کله حاجي رميِ جَمَرات کوي (يعنې شيطانان پۀ کاڼو وَلي) نو تر قيامته پورې د دې پۀ ثواب څوک هم نه پوهيږي *چې کله هغه خپل سر وخريوي نو د هغۀ د سر نه د غورځيدونکي هر ويښته پۀ بدل کښې به د قيامت پۀ ورځ نُور وي *او چې کله حاجي د کعبې شريفې آخري طواف وکړي نو د ګناهونو نه داسې پاک شي، لکه څنګه چې پۀ هٰغه ورځ وو چې کله خپلې مور زيږولے وو.([1])

  سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ چې د حج کولو څومره زبردست فضائل دي *چې حاجي د کور نه ووځي نو د هغۀ پۀ هر


 

 



[1]... ابن حبان، کتاب الصلاۃ، ذکر وصف بعض السجود...الخ، صفحہ:586، حدیث:1887۔