Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

قدم باندې يوه نيکي ليکلے کيږي * يوه ګناه يـې ورانولے کيږي *پۀ ميدانِ عرفات کښې د هغۀ ټول ګناهونه معاف کيږي *حاجي چې کله شيطان پۀ کاڼو اُوولي نو هغۀ ته بے شميره اجر عطا کيږي * حاجي چې سر خريوي نو د هر يو ويښته پۀ بدله کښې به ورته د قيامت پۀ ورځ يو نُور عطا کيږي *حاجي چې کله د بيتُ الله آخري طواف کوي نو هغه د ګناهونو نه بالکل پاک شي *د مقبول حج جزا جنّت دے *حج مخکښيني ګناهونه ختموي *حاجي به پۀ خپل کور والؤ کښې د څلورو سوو کَسانو شفاعت کوي *حاجي چې د چا د پاره د بخښنې دُعا وکړي، هغۀ به هم وبخښلے کيږي * حاجي د الله پاک ميلمه دے *د حاجي دُعا قبليږي *د حاجي تنګدستي ختميږي * کوم حاجي چې د حج پۀ سفر کښې وفات شي نو د قيامت پۀ ورځ به د خپل قبر نه پۀ تيز اواز د تَلبِيَه (يعنې لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك) لوستو سره راپاڅي *حاجي ته پۀ سفر کښې د يوې روپۍ لګولو پۀ بدل کښې د لس لاکهه روپو لګولو ثواب ميلاويږي *حاجي چې کله د کعبې شريفې د طواف شرف حاصلوي نو پۀ هغۀ باندې 60 رحمتونه نازليږي * حاجي چې پۀ مسجدِ حرام (يعنې چرته چې خانه کعبه ده، پۀ هٰغۀ جومات) کښې نـمونځ کوي نو پۀ هغۀ باندې څلويښت رحمتونه نازليږي *حاجي چې مسجدِ حرام ته وَرسي او صرف د کعبې شريفې زيارت وکړي نو پۀ هغۀ باندې شل رحمتونه نازليږي.

سُبْحٰنَ اللہ! دا څومره عظيم فضائل دي، الله پاک دې زمونږه هم د حج شوق نصيب کړي، کاش چې مونږ هم د حج سعادت حاصل کړو، ياد ساتئ