Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat
حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ دغه محله کښې اوسيدو، پۀ دې نسبت سره ورته هجويري وئيلے شو * هغوئي نَجِیْبُ الطَّرَفَیْن يعني حَسني، حُسيني سَيَّد دے * د شروع نه ډير نيک، عبادت کوونکے او د عِلمِ دين ډير شوق(Passion) لرونکے وو * دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عِلمِ دِين زده کولو د پاره د عراق، شام، لَبنَان، آذر بائيجان، خُراسان او تُرکِستان وغيره ډيرو ملکونو سفر وکړو، د هٰغه وخت د لويو لويو عالمانو او صوفيائے کرامو نه يـې عِلمِ دِين زده کړو * تقريباً د 34 کالو پۀ عمر مبارک کښې يـې د خپل پير صاحب شيخ ابو الحسن خُتَّلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ حکم باندې لاهور ته تشريف يوړلو * هلته يـې د نيکۍ دعوت عام کړو، د دينِ اِسلام پيغام يـې خور کړو، خلقو ته يـې د قرآن او سُنَّت تعليم ورکړو، پۀ خپلو اخلاقو، پۀ کردار، کله پۀ بيانونو کولو سره، کله پۀ کراماتو ښکاره کولو سره يـې بے شميره کافِران مسلمانان کړل، کوم چې د مخکښې نه مسلمانان وو، هغوئي يـې د سُنَّتو نمونې جوړې کړې، ډير عالمان يـې جوړ کړل، ډير خلق يـې پۀ خپل تربيت کښې د ساتلو سره د وِلايَت اوچتې مرتبے ته وَرَسَوَل * په څهکم يا زيات 30 کاله موده کښې هغوئي پۀ بَرِّ صغير (Subcontinent) کښې يو انقلاب راوستو * د پوخ قول مطابق هغوئي پۀ 465 هجرۍ کښې د دې دنيا نه پرده ووفرمائيله * د هغوئي مزار مبارک پۀ لاهور کښې دے * د هغوئي پۀ نسبت سره لاهور ته مرکزُ الاَوليا او دَاتا نګر هم وئيلے شي. ([1])
کیا غرض دَر دَر پھروں میں بھیک لینے کے لئے ہے سلامت آستانہ آپ کا دَاتا پیا
جھولیاں بھر بھر کے لے جاتے ہیں منگتے راتدِن ہو مِری اُمِّید کا گلشن ہَرا دَاتا پیا([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ 20 صَفَرُ المُظفر د حُضُور دانا ګنج بخش علي