Hum Aur Social Media

Book Name:Hum Aur Social Media

شرابي د مَدَني قافلې مسافر جوړ شو

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د عاشقانِ رسول يوه مَدَني قافله کَپَړوَنج (ګجرات، هندوستان) ته ورسيدله، قافله کښې شرکت کوونکو د علاقائي دورې د پاره د جومات نه بهر تشريف يوړلو، پۀ علاقائي دوره کښې پۀ يو شرابي باندې انفرادي کوشش وکړے شو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! هٰغه شرابي د قافلې والؤ سره د جومات طرف ته روان شو، اِسلامي وروڼو د هغۀ سره دومره د ښه اخلاقو مظاهره وکړه چې هغۀ شپږ ورځې د مَدَني قافلې والؤ سره وو، د علاقائي دورې پۀ برکت او د عاشقانِ رسول د صحبت پۀ وجه هغۀ د ګناهونو نه توبه کړه، ګيره مبارکه يـې لويه کړه، عمامه شريف يـې هم پۀ سر کړه۔ داسې يو شرابي د علاقائي دورې پۀ برکت نيک نـمونځ ګزاره جوړ شو۔

گر آئے شرابی مٹے ہر خرابی

چڑھائے گا ایسا نشہ دینی ماحول

یقینا مقدر کا وہ ہے سکندر

جسے خیرسے مل گیا دینی ماحول

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

يو څو ضروري اِعلانات

* د هر خالي پۀ ورځ اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ مَدَني چينل لائيو هفته واره مَدَني مذاکره کوي، د راتلونکې هفتې پۀ ورځ به هم د ماسخوتن د نـمانځه نه پس اته نيمي بجےپۀ مَدَني چينل باندې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هفته واره مَدَني مذاکره کيږي، پۀ کومه کښې چې به شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د سوالونو