Book Name:Hum Aur Social Media
محبّت وکړو هغۀ زما سره محبّت وکړو او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامين مبارک دي: (1): څوک چې وعده نه پوره کوي، د هغه هيڅ ايمان نشته۔ ([2]) (2): کوم مسلمان چې د خپل ورور سره وعده خلافي وکړي پۀ هغۀ باندې د الله پاک او د فرښتو او د ټولو انسانانو لعنت دے۔ ([3])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! وعده پوره کول سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بلکې سُنَّتِ انبيا دي * زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ خپله وعده کلک ولاړ وو او * وعده ماتول به يـې نه خوښول * د نبوت د اعلان نه مخکښې يو ځل يو کَس هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عرض وکړو چې: تاسو ودريږئ! زه دا دے اوس راځم، هغه کَس لاړے خو واپس راتلل ترينه هير شول، 3 ورځې پس هغۀ ته بيا ورياد شول، چې کله هغه هٰغه ځائے ته راورسيدو نو حيران پاتې شو چې خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د 3 ورځو تيريدو باوجود هم پۀ هٰغه ځائے کښې تشريف فرما وو او مَاشَآءَ اللہ! شفقت او رَحمت او ښه اخلاقو ته يـې وګورئ! چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه کَس اونه رټلو او نه پۀ جلال کښې راغلے، بس دومره يـې ووفرمائيل: اے سړيه! تا