Book Name:Rah e Najat
اهميت او صحيح پيژندګلو هم د دِين په ذريعه باندې ميلاويږي۔ ډاکټر اِقبال وئيلي وو:
خُودی کا سِرِّ نِہَاں لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہ
خُودی ہے تیغِ فُسَاں لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہ([1])
وضاحت: د خودۍ نه مُراد: د انسان حقيقت، د هغۀ پټ صلاحيتونه، د هغۀ قدر او اهميت دے۔ مطلب دا دے چې د انسان حقيقت او د هغۀ د صلاحيتونو پټ راز پۀ لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہ کښې دے۔ تر څو پورې چې انسان لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہ اونه وائي (يعنې کلمه اونه وائي او) ځان پۀ مکمله توګه الله او رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته اونه سپاري، تر هٰغه وخته پورې د هغۀ صلاحيتونه پټ وي، انسان کوم چې اَشرَفُ المخلوقات دے، تر څو پورې چې دا د دِين تابع شوے نه وي، تر هٰغه وخته پورې دا خپل ځان هم پۀ پوره توګه نشي پيژندلے۔
وہ دانائے سُبُل، خَتْمِ رُسُل، مَوْلَائے کُل جس نے
غُبَارِ راہ کو بخشا فروغِ وادِئ سِینا([2])
وضاحت: يعنې هٰغه د هدايتونو د لارو نه خبر، اخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کوم چې د ټولو آقا او مولیٰ دے، دا هم د هغوئي لوئي ذات دے،چا چې د لارې د ذرو نه رشکِ طُور کړے دے۔
زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د مکې مکرمې بازارونو ته تللو او اعلان به يـې کولو: یَا اَیُّہَا النَّاسُ! قُوْلُوْا لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہُ تُفْلِحُوْا اے خلقو! لَا اِلٰہَ اِلَّا للہُ