Rah e Najat

Book Name:Rah e Najat

وه وايئ! (يعنې اِسلام قبول کړئ) او فلاح بيامومئ! ([1]) تاريخ ګواه دے چې د هدايت پۀ دې اواز باندې چې چا چا لَبَّيک وه وئيلو، هغۀ د ترقۍ او عروج هٰغه بام ته وختل د کوم چې تصور نشي کيدے، او چا چې د دې نه اِنکار وکړو هغۀ د ذِلت او رسوايۍ ژورې کندې ته وغورځيدل۔ وګورئ! * اَبُو جهل انکار وکړو، نن ابو جهل چرته دے؟ د هغۀ څۀ نخښه نښانه هم نشته، حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کلمه وه وئيله، کوم بام ته ورسيدلو۔۔۔!! * ابو لهب انکار وکړو، تباه او برباد شو، حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کلمه وه وئيله، دومره اوچتې مرتبې ته ورسيدلو چې نن بے دينه هم د هغوئي د سيرت نه سبق زده کوي * عُتبه، شَيبَه وغيره د مکې مکرمې سردارانو انکار وکړو، نن د هغوئي نوم اخستو والا هم څوک نشته، حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د حبشې وو، هغوئي کلمه وه وئيله، بيا هٰغه وخت هم زمانې وليدلو چې هغوئي د کعبې پۀ چت باندې ولاړ وو او اذان يـې کولو۔

معلومه شوه چې دا دِين دے، دا اِلهامي هدايت دے، دا د رَبّ راليږلے شوې راهنمائي ده، د دې هدايت نه بغير کامياب ژوند تيرول خو غټه خبره ده، انسان خپل ځان هم پۀ پوره توګه نشي پيژندلے۔

دا مې صرف يو مثال عرض کړو، د دې نه علاوه نورې هم ډيرې مسئلې دي چې انسان پۀ زرګونو کاله د سوچ نه کار واخستو خو بيا يـې هم هٰغه مسئلې حل نه کړے شوې، دا صرف د الله پاک راليږلے شوے دِين دے کوم چې د دې مسئلو صحيح حل عطا کوي * مثلاً د نِسوَانيَّت (Feminism) يعنې د زنانؤ د حقونو مسئله۔ د صدو نه انسان د دې حل لټولو، د ارسطو او افلاطون پۀ شان فلسفيانو پۀ دې باندې ډير سوچونه وکړل چې د زنانؤ پۀ معاشره کښې څۀ اهميت دے * پۀ نتيجه کښې چا زنانه ته مار وه وئيلو * چا


 

 



[1]... الزہد لابن المبارک، الجزء التاسع، صفحہ:334، حدیث:116۔