Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

که چرې دې خبرې د هغوئي پۀ زړۀ کښې ځائے وکړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هغوئي ژوند به ښکلے شي.

دا دي ايمان ښودل. د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت مبارک څۀ دے؟ هغوئي به خلقو ته مخکښې ايمان زده کولو، بيا به يـې قرآن ورزده کولو.

 (2): د اَولاد 3 حقونه

  دا دويم څيز دے کوم چې مونږ له اولاد ته ښودل دي. هغه څۀ؟ قرآنِ کريم. د الله پاک کتاب. پۀ حديثِ پاک کښې دي: پۀ والد باندې د اولاد درې حقونه دي: (1): اَنْ  يُحَسِّنَ اِسْمَہٗ  هغۀ له دې ښه نوم کيږدي (2): وَ یُعَلِّمَہٗ الْکِتَابَ هغۀ ته دې د قرآن تعليم ورکړي (3): وَیُزَوِّجَہٗ اِذَا اَدْرَکَ چې کله لوئي شي نو د هغۀ نکاح دې وکړي. ([1])

 نوم څنګه کيښودل پکار دي

دا درې حقونه دي: د اولاد ښه نوم کيښودل. دلته دا هم يوه د حيرانتيا معامله ده، خلق خراب نومونه ږدي، ځانګړے داسې نوم کوم چې د هيچا نۀ وي، د دې ځائے پورې خو خير دے خو پۀ دې جذبه داسې بے معنې بلکې د خرابو معنو والا نومونه ږدي چې بنده يـې واوري نو توبې اوباسي. ښه نوم کيښودل د اولاد پۀ حقونو کښې دي. ځکه خپلو بچو له ښه ښه نومونه ږدئ! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شهزاده حضرت ابراهيم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې دُنيا ته


 

 



[1]... الترغیب و الترہیب للاصبہانی، جلد:1، صفحہ:350، حدیث:595۔