Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

خبرې به ورته ښائي، قِسما قِسم ډپلومه او کورسونه او پته نۀ لګي چې څۀ څۀ ورته ښائي خو قرآن ورته نۀ ښائي. ټيک ده، پۀ سائنس، کمپيوټر وغيره دنيائي علومو ښودلو کښې که د شريعت خلاف څۀ خبره نه وي نو هيڅ باک پکښې نشته خو وړومبے خو ورته قرآن وښايئ، مونږه اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مسلمانان يو او د مسلمان د پاره د ټولو نه ضروري تعليم د قرآن تعليم دے. يو شاعر وئيلي دي:

گَرْ تُوْ مِیْ خَواہِیْ مُسْلمَاں زِیْسْتَنْ                                                                                 نِیْسْتْ مُمْکِنْ جُزْ بَہ قُرْآں زِیْسْتَنْ

وضاحت: که د مسلمان جوړيدو سره ژوند کول دي نو د قرآن نه بغير دا نشي کيدے.

 د قرآن نۀ ښودلو وبال

پۀ تَنْبِيْهُ الْغَافِلِيْن کښې دي چې د سمرقند د يو عالِم اَبُو حَفص رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خوا له يو کَس راغلو او اوئې وئيل: زما زوي زۀ وهلے يم او ما له يـې تکليف راکړے دے. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ترې پۀ حيرانتيا سره پوښتنه وکړه: آيا چرې زوي هم پلار وهي؟ هغۀ جواب ورکړو: آؤ جي! داسې شوي دي. اَبُو حَفص رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ترينه تپوس وکړو: آيا تا هغۀ ته عِلم او ادب ښودلے دے؟ هٰغه کَس پۀ نۀ کښې جواب ورکړو. ابو حفص رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پوښنه وکړه: قرآنِ کريم دې ورته ښودلے دے؟ هغۀ بيا پۀ نۀ کښې جواب ورکړو نو هغوئي پوښتنه وکړه: بيا هغۀ څۀ کوي؟ هغۀ ووئيل: هغۀ زميداره کوي.

اَبُو حَفص رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: آيا تا ته معلومه ده چې هغۀ تۀ ولې وهلے يـې؟ هغۀ ووئيل: نۀ. اَبُو حَفص رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ هغۀ باندې د خبرې ګزار وکړو: