Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

ته چې يـې وکتل نو پۀ هغوئي کښې يو کَس زما سره خبرې شروع کړې. هغۀ ته پته ولګيده چې زۀ مسلمان نۀ يم، هغۀ پۀ مسکا ډير پۀ زړۀ پورې انداز کښې ما ته ووئيل، زۀ تاسو ته د اسلام قبلولو خواست کووم، زۀ د احترامِ مسلم رسالې لوستلو سره د مخکښې نه پۀ زړۀ کښې پۀ اسلام مئين شوے ووم، د هغۀ د محبت نه ډک انداز مې پۀ زړۀ باندې نور اثر هم وکړو او اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ما کلمه ووئيله او مسلمان شوم. ([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د کفن دفن ايپلي کيشن

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د ټيکنالوجۍ دور دے، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي د جديد ټيکنالوجۍ پۀ ذريعه هم د عِلمِ دين عام کولو کوشش کوي. په دې لړ کښې د دعوتِ اسلامي د آئي ټي ډيپارټمنټ له خوا مختلف موبائل ايپلي کيشنز جاري کړے شوي دي، پۀ کومو کښې چې يو موبائل ايپلي کيشن دے: Muslim's Funeral (کَفَن دَفَن). پۀ دې موبائل ايپلي کيشن کښې د مَړي د غُسل او کفن دفن وغيره پۀ باره کښې ډير اهم معلومات ورکړے شوي دي او يوه خاص خبره دا ده چې مَړي له به غُسل څنګه ورکوې، کَفَن به ورته څنګه اچوې، د دې د عملي طريقې د پاره Animated Videos [متحرک ویډیوګانې] هم شامِلې دي. تاسو هم پۀ خپل موبائل کښې دا ايپلي کيشن انسټال کړئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ.  

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]... غافل درزی، صفحہ:25۔