Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?
کوو خو سبق څۀ دے؟ دا چې مونږه د خپل اخرت ښه کولو فِکر هم وکړو او بچو له هم دغه فِکر ورکړو. د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سيرت درته يوه ډيره ښکلې واقعه بيانووم.
د اهلِ بيت پۀ باره کښې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خواهش
روايت دے: د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عادت مبارک وو چې سفر به يـې شروع کولو هم د سيّده فاطـمة الـزّهرَا رَضِىَ اللهُ عَـنْها د کور مبارک نه او پۀ واپسۍ کښې به يـې هم د ټولو نه وړومبے د هغوئي کور ته تشريف راوړلو.
دا هم زمونږ د تربيت د پاره دي، غور وکړئ، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپلې شهزادګۍ صاحبې سره څومره محبت وو. کاش چې مونږه هم د خپلو لوڼو سره ډير ډير محبت وکړو. خير! يو ځل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سفر نه واپس تشريف راوړلو، د سيّده فاطـمة الـزّهرَا رَضِىَ اللهُ عَـنْها کور ته لاړلو، اوئې کتل چې پۀ دروازه باندې د نقش او نګار والا ښکلې پرده زوړنده ده او د حسنين کريمين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما پۀ لاسونو کښې د سپينو زرو نه جوړ شوے څه څيز دے. دا يـې چې وکتل نو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي سره د ميلاؤيدو نه بغير واپس تشريف راوړلو. سيّده فاطـمة الـزّهرَا رَضِىَ اللهُ عَـنْها ته اندازه وشوه، هغې فوراً هٰغه پرده لرې کړه او د حسنين کريمين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه يـې هٰغه د سپينو زرو څيز واخستو او بارګاهِ رسالت ته يـې وليږلو.