Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?
د حافظِ قرآن د مور پلار شانونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! خپل بچي حافظِ قرآن جوړ کړئ، عالِمِ قرآن يـې جوړ کړئ، عامِل قرآن يـې جوړ کړئ. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! الله پاک به د قيامت پۀ ورځ د حافظِ قرآن، عامِلِ قرآن مور پلار له عزتونه ورکوي. د حضرت بُرَيده رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: اخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: چا چې قرآن ولوستو، دا يـې زده کړو او عمل يـې پرې وکړو نو د هغۀ مور او پلار ته به د قيامت پۀ ورځ د نُور يو داسې تاج پۀ سر کړے شي کوم چې به د نمر پۀ شان ځليږي او د هغۀ مور او پلار ته به دوه جنَّتي جامې واغوستلے شي د کومو قيمت چې دا دُنيا نشي ادا کولے نو هغوئي به پوښتنه کوي: مونږ ته دا جامې ولې راغوستے شوې دي؟ هغوئي ته به وئيلے شي: ستاسو د بچو د قرآن نيولو [يعنې حفظ کولو] پۀ سبب. ([1])
اعزاز یہ ہے حافظِ قرآن کو نصیب حافظِ قرآن، عاملِ قرآن، عالِم قرآن کو نصیب
اس کے والدین کو قیامت کے روز ہو گا خورشید سے بھی روشن تاج نصیب
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
(3): بچو ته د اخرت فِکر وښايئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دوه خبرې شوې کومې چې مونږ له خپل اولاد ته ښودل دي: (1): ایمان (2): قرآن. اوس دريم څيز کوم چي مونږ له خپل اولاد ته ښودل دي، هغۀ دے: فِکرِ آخرت. آؤ جي! چې خپل اولاد هُم د