Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

ضرورت دا دے چې پخپله د مور پلار ښه تربيت شوے وي، چې مور پلار تربيت يافته وي نو د اولاد تربيت به پخپله کيږي. مسئله دا ده چې * دلته مور پلار له هُم قرآنِ پاک لوستل نه ورځي، چې مور پلار تلاوت نه کوي، نو اولاد به د قرآنِ کريم د تلاوت طرف ته څنګه راځي؟ * د چا چې خپل نـمونځ صحيح نه وي نو هغۀ به نورو ته څنګه صحيح نـمونځ وښائي * د چا چې خپل خوراک څښاک، جامې اغوستل او نور کارونه د سُنَّت مطابق نۀ وي نو هغوئي به خپل اولاد د سُنَّتو عادت لرونکي څنګه جوړ کړي * چا ته چې پخپله د روژو وغيره مسئلې معلومې نۀ وي نو هغوئي به يـې خپل اولاد ته څنګه ښائي؟

ځکه ضروري دي چې مونږه خپل تربيت وکړو، خپل ايمان پوخ کړو، ځان نـمونځ ګزاره کړو، خپل اخلاق ښه کړو، پخپله پۀ سُنَّتو باندې عمل وکړو، پخپله د خپل اخرت فِکر کوونکي جوړ شو، نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د بچو ښه تربيت به هم ورسره کيږي.

پۀ قافلو کښې سفر کوئ!

مونږ له خپل تربيت څنګ کول پکار دي؟ ډيره اسانه طريقه ده، د عاشقانِ رسول سره پۀ قافلو کښې سفر کول خپل عادت جوړ کړئ! نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! *اخلاق به مو ښه کيږي * کردار به مو صفا کيږي، * عِلمِ دِين زده کول به مو نصيب کيږي * سُنَّت به زده کوئ * نورو ته به يـې ښايئ * پۀ سُنَّتو باندې به د عمل کولو جذبه به درنصيب کيږي * د الله پاک ويره به مو نصيب کيږي * د قبر او د اخرت فِکر به مو نصيب کيږي * پخپله به نيک نـمونځ ګزاره جوړيږئ نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د ټول کور اصلاح به وشي.