Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي. راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم *ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

وړومبے نافرماني تا کړې ده

پۀ روايت کښې دي: يو ځل يو کَس خپل زوي د ځان سره کړو او د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خدمت کښې حاضر شو، عرض يـې وکړو: اے امير المؤمِنين! زما دا زوي زما ډيره نافرماني کوي. دا يـې چې واوريدل نو فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ جلال کښې راغلو، هغوئي هلک ورټلو او اوئې فرمائيل: آيا تۀ د الله پاک نه نۀ ويريږې...!! د والد دومره ډير حقونه دي (يعني د والد ډير حقونه يـې بيان کړل). هلک پۀ خاموشۍ سره نصيحتونه واوريدل. بيا يـې عرض وکړو: اے اَميرُ المُومِنِين! د مور پلار حقونه خو شته، آيا د اولاد هم څۀ حقونه شته...؟ اوئې فرمائيل: آؤ! بالکل. پۀ والد باندې حق دے چې *د ښو اخلاقو والا زنانه سره واده وکړي د پاره د دې چې اولاد د مور په وجه اونه شرميږي * چې کله ورته اولاد نصيب شي نو د هغوئي دې ښه نومونه کيږدي * او هغوئي له دې د کتابُ الله تعليم ورکړي. زوي يـې عرض وکړو: اے اَمِيرُ المُؤمِنِين! زما والد دا درې واړه کارونه نۀ دي